افغانستان٬د طالبانو انتظاميې د اماراتي كمپنۍ سره د فضائي حدود كنټرول كولو په لوظنامه اتفاق وكړو

كابل 09 ستمبر (اے پي پي)د افغانستان حكومت د متحده عرب امارات كمپنۍ جي اے اے سي سره د فضائي حدود كنټرول كولو او د هېواد د هوائي اډو٬په خاص توګه د كابل په نړيواله هوائي اډه د فضائي خذمات تر سره كولو ته اتفاق كړے ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د طالبانو عبوري حكومت نائب وزيراعظم ملا عبدالغني برادر٬د ټرانسپورټ نائب وزير او د سول ايوي اېشن حميد …

كابل 09 ستمبر (اے پي پي)د افغانستان حكومت د متحده عرب امارات كمپنۍ جي اے اے سي سره د فضائي حدود كنټرول كولو او د هېواد د هوائي اډو٬په خاص توګه د كابل په نړيواله هوائي اډه د فضائي خذمات تر سره كولو ته اتفاق كړے ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د طالبانو عبوري حكومت نائب وزيراعظم ملا عبدالغني برادر٬د ټرانسپورټ نائب وزير او د سول ايوي اېشن حميد الله اخوند زاده او بېلو طالبانو چارواكو او د جی اے اے سي كمپنۍ عهديدارانو په كابل كښې يوه دستوره كښې د “ايئر كرافټ ګائيډنس سروسز اينډ ډوېلپمنټ” عنوان په لوظ نامه لاس ليك كړے ۔د لوظ نامې په دائره كاره كښې به جی اے اے سي كمپنۍ د فضائې طيارو پشمول لينډنګ او ټيك آف او چرته چې ضروري ګڼلې شي د پرواز رهنمائي وركوي او په هوائي اډو به رېډار سسټم او آلات لګوي۔اماراتي كمپنۍ به كابل٬قندهار او هرات كښې په هوائي اډو د عملې ګنجائش هم زياتوي٬د يادې شوې 10 كلنه لوظ نامې په وړومبو پنځو كلونو كښې د آمدن پشمول نړيوالې الوتكې كومې چې به د افغانستان فضائي حدود استعمالوي٬جي اے اے سي كمپنۍ ته د وركولو منصوبه ده۔دستورې ته په خپله وېنا كښې د طالبانو د عبوري حكومت نائب وزيراعظم برادر ووئيل افغان معيشت ته پرمختګ وركولو ته پام لرنه كوو۔هغه ووئيل دا لوظ نامه به د هېواد اقتصادي پرمختګ او تجارت به ګټور اثرات مرتب كړي۔د طالبانو يو وياند انعام الله سمنګهائي په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي هغه هيله لري چې د يادې شوې لوظ نامې په نتيجه كښې به مختلف نړيوالې د هوا بازې كمپنۍ افغانستان لپاره خپل پروازونه بيا پېل كړي٬په 15م اګست 2021 چې كله طالبانو په افغانستان قبضه وكړه نو په هېواد ګښې ټول پروازونه بند كړے شوي وو۔

مزید خبریں