تيونس 09 ستمبر (اے پي پي)د تيونس د ختيزې مهديه صوبې پولې سره نزدې د غېر قانوني كډوالو كشتۍ ډوبېدو په نتيجه كښې 8 كډوال مړه او 15 بې دركه شوي۔د چين خبري اژانس د تيونس ميري ټائم ګارډز چارواكو په اړه ووئيل تېره ورځ د غېر قانوني كډوالو يوه كشتۍ د مهديه سره نزدې په سمندر كښې ډوبه شوې چې په نتيجه كښې يې 8 كسه مړه او 15 …
تيونس٬د غېر قانوني كډوالو كشتۍ ډوبېدو له امله 8 كسه مړه او 15 بې دركه

مزید خبریں
تيونس 09 ستمبر (اے پي پي)د تيونس د ختيزې مهديه صوبې پولې سره نزدې د غېر قانوني كډوالو كشتۍ ډوبېدو په نتيجه كښې 8 كډوال مړه او 15 بې دركه شوي۔د چين خبري اژانس د تيونس ميري ټائم ګارډز چارواكو په اړه ووئيل تېره ورځ د غېر قانوني كډوالو يوه كشتۍ د مهديه سره نزدې په سمندر كښې ډوبه شوې چې په نتيجه كښې يې 8 كسه مړه او 15 بې دركه شوي او 14 كسان د ميري ټائم ګارډز بچ كړي۔چارواكو ووئيل بچ كړے شوي كډوال د ابتدائي طبي مرستې وركولو لپاره د پناه ځايونو ته منتقل كړی شوي او د بې دركه كسانو لټون روان دے










