د چين په سيچوان صوبه كښې د زلزلې له امله د ځپليو كسانو مرستې لپاره 2700 رېسكيو اهلكار لاړل

بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) د چين په سيچوان صوبه كښې تېره ورځ د 6.8 درجې شدت په زلزله كښې ځپليو كسانو لپاره د 2 زره 700 كسانو څخه زيات پوځي او پوليس اهلكار روان شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د چين په سوئېلي لوېديزه سيچوان صوبه كښې د سختې زلزلې راتللو نه پس لوډنګ كاؤنټي او نورو ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائي روانه ده او …

بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) د چين په سيچوان صوبه كښې تېره ورځ د 6.8 درجې شدت په زلزله كښې ځپليو كسانو لپاره د 2 زره 700 كسانو څخه زيات پوځي او پوليس اهلكار روان شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د چين په سوئېلي لوېديزه سيچوان صوبه كښې د سختې زلزلې راتللو نه پس لوډنګ كاؤنټي او نورو ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائي روانه ده او د ځپليو مرستې لپاره نور 2 زره 700 پوځي او پوليس اهلكار روان شوي چرته چې د لټون او رېسكيو كاروائۍ روانې دي۔ چارواكو ووئيل چې د مرستې كاروائيو په مهال تراوسه 3 زره 951 څخه زيات كسان محفوظ ځايونو او 270 ژوبل كسان بيلا بېلو روغتونونو كښې طبي علاج لپاره منتقل كړې شوي دي او 3 كلوميټره تباه شوې سړكونه هم د ټرافېك لپاره بحال كړې شوي۔ ده ووئيل چې ځپليو لپاره 1000 خيمې لګولې شوې دي او ځپليو سيمو ته 293 ټن د مرستې سامان رسولو لپاره چورلكې او هوائي الوتكې برخه اخلي۔

مزید خبریں