اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش وئېلي دي چې د خپلې دورې په مهال به د نړيوالې ورورولۍ څخه پاكستان لپاره په لويه پیمانه د مرستې خواست كوم۔ د چين خبري اژانس له مخې د ملګروملتونو په هېډكوارټر نيويارك كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سېلاب له امله ځپلې شوې ده …
د خپلې دورې په مهال به د نړيوالې ورورولۍ څخه پاكستان لپاره په لويه پیمانه د مرستې خواست كوم۔ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش وئېلي دي چې د خپلې دورې په مهال به د نړيوالې ورورولۍ څخه پاكستان لپاره په لويه پیمانه د مرستې خواست كوم۔ د چين خبري اژانس له مخې د ملګروملتونو په هېډكوارټر نيويارك كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سېلاب له امله ځپلې شوې ده او پاكستان اولس سره د يو والي څرګندونه او د نړيوالې ورورولۍ څخه په لويه پېمانه د مرستې خواست كولو لپاره پاكستان ته ځم ځكه چې دا مهال پاكستان ته د نړيوالې ورورولۍ لخوا د بشپړه مرستې ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د نړيوالې ورورولۍ څخه د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د سمدستي مرستې خواست كوم۔ ده ووئيل چې كوم صورتحال سره نن پاكستان مخ دے سبا كوم بل هېواد هم داسې مشكلو حالاتو سره مخ كېدې شي۔ ده ووئيل چې موسمياتي بدلون د دې دورې تر ټولو لويه مسئله ده او دا عام مسئله ګڼلو سره په عام انداز كښې د دې د حل كولو سوچ به يوازې خودكشي وي۔










