د هرات په جومات كښې چاؤدنه، د طالبانو مرستيال لارښود پشمول 18 كسان مړه، 23 ژوبل

کابل 02 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان شمالي ختيز ولايت هرات کښې په يو جومات كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د طالبانو مرستيال مذهبي لارښود مولوي مجيب الرحمان پشمول 18 كسان مړه او 23 نور ژوبل شوي۔د طالبانو حکومت د كورنيو چارو وزارت د پېښې تصديق کړے چې هرات کښې د جومات په داخلي لاره كښې نن د جمعې مونځ په مهال چاؤدنه شوې چې په نتيجه …

کابل 02 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان شمالي ختيز ولايت هرات کښې په يو جومات كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د طالبانو مرستيال مذهبي لارښود مولوي مجيب الرحمان پشمول 18 كسان مړه او 23 نور ژوبل شوي۔د طالبانو حکومت د كورنيو چارو وزارت د پېښې تصديق کړے چې هرات کښې د جومات په داخلي لاره كښې نن د جمعې مونځ په مهال چاؤدنه شوې چې په نتيجه كښې ئې 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي۔د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيج د مولوي مجيب الرحمان انصاري په حق رسيدلو تصديق کړے ۔نړيوالي ميډيا له مخې د هرات والي وياند حميد الله متوکل ووئيل چاؤدنه كښې تر اوسه 18 كسان مړه او 23 ژوبل شوي تر اوسه كومې ډلي د د بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې۔

مزید خبریں