په افغانستان كښې سږ كال د بارانونو او سېلاب له امله 250 كسان په حق رسېدلي۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 31 اګست (اے پي پي)په افغانستان كښې سږ كال د سختو بارانونو او سېلاب له امله 250 كسان په حق رسېدلې دي۔د چين خبري اژانس د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش چيف وياند سټيفن دو جارك په اړه ووئيل په افغانستان كښې 1 لك څخه زياتو ځپليو ته د بشري همدردۍ اهلكار د خوراك څښاك څيزونه او د نورو مهمو ضرورتونو جاج اخستو سره مرسته وركوي۔سټيفن دو …

ملګري ملتونه 31 اګست (اے پي پي)په افغانستان كښې سږ كال د سختو بارانونو او سېلاب له امله 250 كسان په حق رسېدلې دي۔د چين خبري اژانس د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش چيف وياند سټيفن دو جارك په اړه ووئيل په افغانستان كښې 1 لك څخه زياتو ځپليو ته د بشري همدردۍ اهلكار د خوراك څښاك څيزونه او د نورو مهمو ضرورتونو جاج اخستو سره مرسته وركوي۔سټيفن دو جارك ووئيل تراوسه 85 زره ځپليو كسانو ته خوراك٬خيمې٬پاكې اوبه او د حفظان صحت ضروري سامان وركړے شوے ۔ده ووئيل د جون تر آخر په ټول افغانستان كښې نزدې 23 ملين كسانو ته بشري مرسته وركړې شوې ۔ده ووئيل په افغانستان كښې د سختو بارانونو او سېلاب په سبب په مجموعي توګه 1100 څخه زيات كسان په حق رسېدلې دي۔د ملګرو ملتونو بشري چارو رابطه دفتر(او سي اېچ اے)وئېلي دي په افغانستان كښې سږ كال 250 كسان په حق رسېدلي او د تېر كال د سېلاب له امله 147 كسان په حق رسېدلي دي ۔د سېلاب له امله مرګونه سږ كال 75 فيصد زيات دي۔روان كال د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په 34 كښې 30 صوېې ځپلې شوي چې پكښې ننګرهار٬كڼړ٬خوست٬لوګر او قندهار صوبې تر ټولو زياتې ځپلې شوي دي ۔

مزید خبریں