د افغانستان په كونړ ولايت كښې د سېلاب له امله 18 تنه مړه او 40 ژوبل شوي۔ رپورټ

كابل 29 اګست (اے پي پي) د افغانستان په كونړ ولايت كښې د سېلاب له امله 18 تنه مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د افغانستان سركاري خبري اژانس باختر په خپل رپورټ كښې وئېلي دي چې په ختيځ كونړ ولايت كښې د اتوار په ورځ په راغلې سېلاب كښې 18 كسان مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د ولايت د سركانو ولسوالۍ يو شمېر كلي په اوبو كښې ډوب …

كابل 29 اګست (اے پي پي) د افغانستان په كونړ ولايت كښې د سېلاب له امله 18 تنه مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د افغانستان سركاري خبري اژانس باختر په خپل رپورټ كښې وئېلي دي چې په ختيځ كونړ ولايت كښې د اتوار په ورځ په راغلې سېلاب كښې 18 كسان مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د ولايت د سركانو ولسوالۍ يو شمېر كلي په اوبو كښې ډوب شوي۔ په طوفاني بارانونو او سخت سېلاب كښې 579 كورونه تباه شوي۔ د قندهار ولايت په سپين بولدك ولسوالۍ كښې هم د سېلاب په نتيجه كښې د دوه ماشومانو پشمول 7 كسان په حق رسېدلې دي او 11 ژوبل شوي۔ د چارواكو له مخې د تېرې مياشتې په مهال په افغانستان كښې په سېلاب كښې د 200 نه زيات كسان مړه او د 250 نه زيات ژوبل شوي

مزید خبریں