د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېسكيو عمليات بشپړ كېدو نه پس د رېليف او بحالۍ كار پېل شوے

پیښور 28 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېسكيو عمليات بشپړ كېدو نه پس د رېليف او بحالۍ كار پېل شوے۔ د سركاري چارواكو له مخې په صوبه كښې يو شمېر سيمې په پنځه نيم لكه كيوسك سېلابي اوبو كښې ډوبې شوې دي چې په سبب يې بېړنې صورتحال دې۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان استعمالېدونكې چورلكه د رېسكيو عملياتو او د رېليف هلو ځلو لپاره مختص كړی او د لارې ئې د سېلګرو منتقلۍ لپاره د رېسكيو عمليات روان دي۔له بلې خوا د چورلكې د لارې منقطع سيمو ته د خوراك او څښاك څيزونه رسولې كېږي٬د روډ انفراسټركچر په بحالۍ په بېړني بنيادونو كار روان دے دغسې چې تر لرې پرتو غره ايزو سيمو ته رسنه زر تر زره ممكنه شي٬ټولې ادارې په بشپړه توګه متحرك دي او ښه خذمات وركوي