د پاك بحريه چورلكې قمبر شهداد كوټ كښې په كورونو كښې ګير شوي كسان رېسكيو كړي

كراچي 28 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه چوركلې په مرسته په قمبر شهداد كوټ كښې په كورونو كښې ګير شوي كسان رېسكيو كړي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې په ځپليو سيمو كښې د سېلابي اوبو له امله زمكي رابطه منقطع شوې٬رېسكيو كړې شوي كسان د څو ساعتونو څخه د كورونو په چتونو ګير شوي وو۔ په رېسكيو كړی شويو كسانو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ رېسكيو كړی شوې كسان د چورلكې د لارې په حفاظت سره محفوظ ځاې ته منتقل كړې شوي