كوز دير كښې د جاپاني پل نه تر د توده چينه روډ ټرافېك لپاره بحال كړے شو

كوز دير 28 اګست (اے پي پي) په كوز دير كښې د بارانونو له امله بند شوې د جاپاني پل نه تر توده چينه روډ ټرافېك لپاره بحال كړے شوے۔ د سب انجينئر فضل واحد او نائب تحصيلدار امجد خان يوسفزئي په نګرانۍ كښې د جاپاني پل نه تر توده چينه كماله خاد ګزئي روډ د لويې مشينرۍ د لارې مبله اخوا كولو سره هر ډول ټرافېك لپاره پرانستل شوے۔ د روډ بندېدو اطلاع ځايې خلكو ډپټي كمشنر كنټرول روم ته وركړې وه۔ د دې نه پس لويه مشنيري لېږلو سره روډ كليئر كړې دغسې د كوز دير په بېلو سيمو كښې د ټولو انفراسټركچر بحالۍ او رېليف كار روان دے