په ملائېشيا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 2491 نوي كيسونه رپورټ شوي

كوالالمپور 28 اګست (اے پي پي) په ملائېشيا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 2491 نوي كيسونه رپورټ كېدو نه پس په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس د كيسونو مجموعي شمېره د 4774003 څخه زياته شوې۔ د چين خبري اژانس د ملائېشيا د روغتيا وزارت حوالې سره ووئيل چې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله 5 كسان مړه شوي او د دې نه پس د مرګونو مجوعي شمېره زياتېدو سره 36 زره 196 ته رسېدلې۔ د روغتيا وزارت وئېلي دي چې د كورونا وائرس څخه د ښه شويو كسانو مجموعي شمېره 4703299 ده كوم چې د بېلا بېلو روغتونو څخه رخصت كړې شوي دي