د سندھ٬ بلوچستان او سوئېلي پنجاب په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك فضائيه د رېسكيو٬رېليف او بحالۍ عمليات په تندۍ سره روان دي

كراچي 28 اګست (اے پي پي) د سندھ٬ بلوچستان او سوئېلي پنجاب په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك فضائيه د رېسكيو٬رېليف او بحالۍ عمليات په تندۍ سره روان دي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال ھالا، مټیاری، تلھار، ماچھی، بولانی، لاشاری، ناروا، سیھون شریف، ګھارو، جاتی، کوډاریو، حاجی پور، چوھړ جمالی، میرپور خاص، سائیں داد، بلو، جھل مګسی، حاجی پور، بستی شیر محمد، لاکھړا، مټیاری، شھداد کوټ، صحبت پور، بستی جاګیر ګبول، فاضل پور او د اللھ ورائیو جمالی په ضرورت مندو كورنيو كښې راشن پېك٬ 3100 تياره كړی شوې ډوډۍ او 1100 د اوبو بوتلو پشمول نور ضروري د مرستې سامان هم تقسيم كړے شوے۔ په شمالي زون كې هم د پي اے اېف بيسز په خېبرپښتونخوا كښې د طوفاني بارانونو له امله د شوې تباهۍ نه پس د هېواد او قام په غږ لبيك وئېلو ته چمتو فضائيه چمتو ده۔ د پي اے اېف لخوا لګولې شوې فري مېډيكل كېمپ سېلاب ځپليو سيمو كښې ځايې خلكو ته وړيا طبي آسانۍ وركولو كښې مسلسل كار كوي۔ فلډ روغتونونو كښې تعينات د پي اے اېف مېډيكل ډلو 721 رنځورانو ته وړيا طبي مرسته هم وركړه