د پاك بحريه لخوا د سندھ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېليف او رېسكيو عمليات روان دي

كراچي 28 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه لخوا د سندھ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د رېليف او رېسكيو عمليات روان دي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د پاك بحريه د چورلكې او بېړو په مرسته د قمبر٬بكراني٬لاړكانه٬سانګھړ او سكهر په خوا او شا سيمو كښې ګير شوي كسان محفوظ ځايونو ته رسول شوي دي۔ په ځپليو سيمو كښې د پاك بحريه چورلكو د لارې راشن هم تقسم كړې شوې۔ په اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې طبي آسانۍ مسلسل وركول هم باوري كړې شوې دي۔ پاك بحريه د مصيبت په وخت كښې د وطن والو تر بحالۍ د مرستې عملياتو روان ساتلو عزم لري