پېښور 27 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د احكاماتو په رڼا كښې د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ (پيسكو) چيف ايګزېكټو انجينئر جبار خان په ټول هېواد كښې په خاص توګه په خېبرپښتونخوا كښې د اوسني سېلاب صورتحال په نظر كښې نيولو سره د روانې مياشتې اګست په مهال د پيسكو لخوا د كورونو برېښنا صارفينو ته د لېږلې شوي بلونو ادائيګۍ په تاريخ كښې د راتلونكې …
د وزيراعظم لويې اقدام٬د پيسكو لخوا د كورونو برېښنا صارفينو د بلونو د كمي ادائيګۍ په تاريخ كښې د راتلونكې مياشتې تر 6 ستمبر 2022 پراختيا

مزید خبریں
پېښور 27 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف د احكاماتو په رڼا كښې د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ (پيسكو) چيف ايګزېكټو انجينئر جبار خان په ټول هېواد كښې په خاص توګه په خېبرپښتونخوا كښې د اوسني سېلاب صورتحال په نظر كښې نيولو سره د روانې مياشتې اګست په مهال د پيسكو لخوا د كورونو برېښنا صارفينو ته د لېږلې شوي بلونو ادائيګۍ په تاريخ كښې د راتلونكې مياشتې تر 6 ستمبر 2022 پراختيا كړې۔ د پيسكو له مخې دا احكامات هغه د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د ټولې صوبې برېښنا صارفينو ته د رېليف وركولو له مخې كړي۔ د يادونې وړ ده چې د بلونو د ادائيګۍ په تاريخ كښې د پراختيا آسانۍ يوازې د كورونو صارفينو ته وركړی شوې دي










