پاك فضائيه لخوا د سېلاب مخ نيوي او بچ كېدو هڅو كښې سول انتظاميې سره د مرستې كاروائي

كراچي 27 اګست (اے پي پي) د پاك فضائيه ايمرجنسي ريسپانس ډلې په سوئېلي پنجاب٬بلوچستان او د سندھ په سېلاب ځپليو سيمو كښې په رېسكيو او رېليف عملياتو كښې د سول انتظاميې مرسته كوي۔د جاري شوې اعلاميې له مخې پي اے اېف بيسز د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخلي۔ د تېرو ورځو په مهال اتھل، لاکھړا، مټیاری، شهداد کوټ، صحبت پور، قلعه عبداللہ، فاضل پور، جھل مګسی، حاجی پور، …

كراچي 27 اګست (اے پي پي) د پاك فضائيه ايمرجنسي ريسپانس ډلې په سوئېلي پنجاب٬بلوچستان او د سندھ په سېلاب ځپليو سيمو كښې په رېسكيو او رېليف عملياتو كښې د سول انتظاميې مرسته كوي۔د جاري شوې اعلاميې له مخې پي اے اېف بيسز د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخلي۔ د تېرو ورځو په مهال اتھل، لاکھړا، مټیاری، شهداد کوټ، صحبت پور، قلعه عبداللہ، فاضل پور، جھل مګسی، حاجی پور، بستی شیر محمد او بستی جاګیر ګبول ضرورت من كورنيو كښې 3090 د خوراك تيارې پیكټې٬ 7443 پاؤنډ داروګان٬ 930 خيمې او 5153 راشن پېك تقسيم كړې شوي۔ د دې نه علاوه د تېرو 24 ساعتونو په مهال د پاك فضائيه مېډيكل ډلې راجن پور ضلع كښې د 114 رنځورانو علاج كړی۔ د پي اے اېف ايمرجنسي رسپانس ډلو كومې چې د سېلاب ځپليو په مرسته بوښت دي هم 17 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړي

مزید خبریں