كراچي 27 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه لخوا په سندھ كښې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د رېليف اينډ رېسكيو عمليات جاري دي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې ګهارو٬جاتي٬كنډيارو٬سجاول٬جوهړ جمالي٬ميرپور خاص٬ټهټه٬بدين٬دادو او قمبر پشمول د سندھ په نورو سيمو كښې د پاك بحريه د رېليف اينډ رېسكيو ډلې د مرستې په كاروائيو كښې بوښت دي۔ د پاك بحريه لامبوزن ډلې په سېلابي اوبو كښې …
د پاك بحريه لخوا په سندھ كښې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د رېليف اينډ رېسكيو عمليات جاري دي

مزید خبریں
كراچي 27 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه لخوا په سندھ كښې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د رېليف اينډ رېسكيو عمليات جاري دي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې ګهارو٬جاتي٬كنډيارو٬سجاول٬جوهړ جمالي٬ميرپور خاص٬ټهټه٬بدين٬دادو او قمبر پشمول د سندھ په نورو سيمو كښې د پاك بحريه د رېليف اينډ رېسكيو ډلې د مرستې په كاروائيو كښې بوښت دي۔ د پاك بحريه لامبوزن ډلې په سېلابي اوبو كښې ګير شوي كسان د بېړو د لارې محفوظ ځايونو ته منتقل كوي۔ د پاك بحريه لخوا د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د اوبو د ويستلو لپاره هم عمليات روان دي۔ سېلاب ځپليو ته وړيا طبي آسانۍ او داروګان وركولو لپاره په بېلو سيمو كښې د پاك بحريه مېډيكل كېمپ هم جوړ كړې شوي۔ كماډر كوسټ ريئر اېډمرل جاوېد اقبال د پاك بحريه د مرستې هلو ځلو جائزه اخستلو لپاره د ځپليو سيمو هوائي او زمكي دورې هم كړي










