انجينئر امير مقام د نوميالۍ سندرغاړې نيره نور په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 21 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار او وفاقي وزير انجينئر امير مقام د نوميالۍ سندرغاړې نيره نور په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي