بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله د زيان مخنيوي لپاره هلې ځلې روانې دي۔ د پي ډي اېم اے وياند

کوئټه 18 اګست (اے پي پي) بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله د زيان مخنيوي لپاره هلې ځلې روانې دي٬ ځپلو سيمو كښې د حكومت د ريليف عمليات روان دي۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله شپږ نور كسان پحق رسېدلي او په مجموعي توګه تر اوسه 202 كسان له دنيا تللي چې پكښې 96 سړي٬ 48 مېرمنې او 58 …

کوئټه 18 اګست (اے پي پي) بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله د زيان مخنيوي لپاره هلې ځلې روانې دي٬ ځپلو سيمو كښې د حكومت د ريليف عمليات روان دي۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله شپږ نور كسان پحق رسېدلي او په مجموعي توګه تر اوسه 202 كسان له دنيا تللي چې پكښې 96 سړي٬ 48 مېرمنې او 58 كوچنيان شامل دي ٬ دغسې په بېلا بېلو پېښو كښې 81 كسان ژوبل شوې هم دي٬ وياند ووئېل 22 زره 692 كورونو ته زيان رسېدلے او په بېلا بېلو سيمو كښې 18 پلونه او 690 كلوميټره سترې لارې ځپلې شوي٬ د دې نه علاوه يو لك 7 زره 377 څاروي هم په بارانونو او سېلابونو كښې لاهو شوي دي

مزید خبریں