د چين تحقيقي بحري بېړۍ يوآن وانګ فائيو د سري لنكا بندرګاه ته ورسېده

بيجنګ 18 اګست (اے پي پي) چين وئيلي دي ززمونږ تحقيقي بحري بېړۍ يوآن وانګ فائيو د سري لنكا بندرګاه ته رسېدلې ده۔ د جاپان خبر رسنې ادارې د چين چارواكو پحقله ووئيل بېړۍ په سوئيلي بندرګاه هامبانتونا لنګر اندازه ده او دا به د ري سپلائي تر عمل هلته ولاړه وي۔ د يادونې وړ ده دا بندرګاه چين د بېلټ اېنډ روډ بنيادي سهوليات منصوبې له مخې جوړه كړې …

بيجنګ 18 اګست (اے پي پي) چين وئيلي دي ززمونږ تحقيقي بحري بېړۍ يوآن وانګ فائيو د سري لنكا بندرګاه ته رسېدلې ده۔ د جاپان خبر رسنې ادارې د چين چارواكو پحقله ووئيل بېړۍ په سوئيلي بندرګاه هامبانتونا لنګر اندازه ده او دا به د ري سپلائي تر عمل هلته ولاړه وي۔ د يادونې وړ ده دا بندرګاه چين د بېلټ اېنډ روډ بنيادي سهوليات منصوبې له مخې جوړه كړې وه٬ په 2017 كښې سري لنكا دا بندرځائ 99 كالو لپاره چين ته په ليز وركولو سره اتفاق كړے ٶ دغسې چې د دې په جوړولو اخستلے شوے پور ختم شي٬ دې بندرګاه ته آسياء مېنځني ختيز سره تړلو او د نقل و حمل بحري لارو پحقله كليدي حېثيت ترلاسه دے۔ بلخوا د چين د بحري بېړۍ په لنګر انداز كېدو هند د اندېښنې څرګندونه كړې چې دا د چين حكومت لخوا په منطقه كښې د اثر و رسوخ زياتولو هڅه كېدې شي

مزید خبریں