کوهلو او تحصيل ميوند كښې باران٬ 20 كورنو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے۔ پي ډي اېم اے

کوئټه 17 اګست (اے پي پي) پرونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ( پي ډي اېم اے) وئيلي دي په ضلع کوهلو او تحصيل ميوند كښې باران څخه 20 كورنو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے٬ په ضلع جھل مګسي كښې د تحصيل ګنداواه په خوا اوشا سيمو كښې د سم ډرېن د اوور فلو په سبب سېلاب راغلے٬ پي ډي اېم اے د پاك پوځ او اېف سي په مرسته …

کوئټه 17 اګست (اے پي پي) پرونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ ( پي ډي اېم اے) وئيلي دي په ضلع کوهلو او تحصيل ميوند كښې باران څخه 20 كورنو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے٬ په ضلع جھل مګسي كښې د تحصيل ګنداواه په خوا اوشا سيمو كښې د سم ډرېن د اوور فلو په سبب سېلاب راغلے٬ پي ډي اېم اے د پاك پوځ او اېف سي په مرسته د مرستې هلې ځلې روانې ساتلې دي٬ موسيٰ خېل، سبي او ډيره بګټي كښې د پي ډي اېم اے لخوا سل خېمې او سل فوډ پېكجز وركړے شوي ۔ د دې نه علاوه پوځ او اېف شي هم په سبي كښې 310 فوډ پېكجز وېشلې دي او د 117 رنځورانو درملنه ئې كړې او په قلعه سېف الله ارګس كلي كښې فري مېډيكل كېمپ هم لګولے شوے ۔ دغسې د بلوچستان په نورو سېلاب ځپلو سيمو كښې د رېسكيو او مرستې هلې ځلې ګړندۍ كړې شوي

مزید خبریں