د حکومت پام لرنه د اولس د ځان او مال حفاظت او د ځپلو سيمو بحالي ته ده۔ خالد خورشيد

ګلګت 17 اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد اوسني سېلاب څخه په ځپلو سيمو كښې د بحالۍ كارونو پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال وئيلې دي د حکومت پام د اولس د ځان او مال حفاظت او د ځپلو سيمو بحالي لپاره كار پېل كولو ته دے۔ په دې موقع ده اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د رېسكيو …

ګلګت 17 اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد اوسني سېلاب څخه په ځپلو سيمو كښې د بحالۍ كارونو پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال وئيلې دي د حکومت پام د اولس د ځان او مال حفاظت او د ځپلو سيمو بحالي لپاره كار پېل كولو ته دے۔ په دې موقع ده اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د رېسكيو او ريليف كارونه ګړندي كړئ او سږ كال د قدرتي آفتونو د ټولو زيانونو حقيقي اندازه ولګوئ۔ په دې موقع وزيراعليٰ خالد خورشيد د ګلګت بلتستان ډيزاسټرمينجمنټ اتھارټۍ ته امر وكړو چې په قدرتي آفتونو كښې د ځپليو بحالۍ او آبادۍ كارۍ پحقله داسې پاليسي جوړه كړئ چې له مخې ئې د ځپليو بحالي او د زيانونو بشپړه ازاله باوري شي او په كومو سيمو كښې چې د سېلاب زيات خطر دے هلته په سمدستي توګه شجركاري پېل كړئ

مزید خبریں