کوهلو كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ريليف هلې ځلې روانې دي

کوئټه 17 اګست (اے پي پي) کوهلو كښې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ضلعي انتظاميې او اېف سي لخوا د ريليف هلې ځلې روانې دي او په خوا اوشا سيمه كښې ځپلو ته راشن وركړے كېږي٬ ضلعي انتظاميه په ځپلو سيمو كښې د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي ۔ د تعليم صوبائي وزير مير نصيب الله مري، ډپټي کمشنر کوهلو او رسالدار مېجر کوهلو سره د نورو …

کوئټه 17 اګست (اے پي پي) کوهلو كښې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ضلعي انتظاميې او اېف سي لخوا د ريليف هلې ځلې روانې دي او په خوا اوشا سيمه كښې ځپلو ته راشن وركړے كېږي٬ ضلعي انتظاميه په ځپلو سيمو كښې د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي ۔ د تعليم صوبائي وزير مير نصيب الله مري، ډپټي کمشنر کوهلو او رسالدار مېجر کوهلو سره د نورو لوړ پورو په سېلاب ځپلو كليو جمعه خان، نيو کلي، ګاړداوغ، جلال آباد، شاهجه آباد، مټھازئي، لاسي زئي، ډيري فارم تنګا ، مدينه کالوني، بهار او په نورو سيمو كښې 103 كورنيو ته د پي ډي اېم اے لخوا سامان وركړے چې پكښې خېمې٬ خوراك او نور سامان شامل ٶ

مزید خبریں