پېښور 17 اګست (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام وئيلي دي د دروغو او بې بنسټه الزاماتو په بنياد د آډانه بيانيې سياست د قام ګمراه كولو هڅه ده ٬ د كومې ناكامۍ لپار بايد د قلم خاوندان خپل كردار ولوبوي او د قلم د لارې دې رښتيا اولس ته وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د اكادمي ادبيات د سيمه ايز …
د قلم خاوندان دې په دروغو آډانه د سياسي بيانيې حقيقت رامخې ته كړي۔ د امير مقام ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
پېښور 17 اګست (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام وئيلي دي د دروغو او بې بنسټه الزاماتو په بنياد د آډانه بيانيې سياست د قام ګمراه كولو هڅه ده ٬ د كومې ناكامۍ لپار بايد د قلم خاوندان خپل كردار ولوبوي او د قلم د لارې دې رښتيا اولس ته وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د اكادمي ادبيات د سيمه ايز دفتر د نوې ودان پرانستې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دروغ ويونكي او په خاص توګه د زلمي كول د ګمراه كولو هڅه كوٶنكو حقيقت رامخې ته كول او دوي د هېواد كمزورې كولو نه منع كول د قامي مفادو مهمه تقاضا ده۔ انجينئر امير مقام ووئيل د هېواد شاعران، اديبان نارينه او مېرمنې د دې هېواد سرمايه ده ٬ د مسلم ليګ ن په تېر دور كښې د وخت وزيراعظم مياں نواز شريف د دې طبقې مسئلې او ستونزې حل كولو لپاره عملي اقدامات كړي او اوس وزيراعظم شهباز شريف هم په دې لړ كښې فعاله دے۔ده ووئيل د قلم خاوندان دې په دروغو آډانه د سياسي بيانيې حقيقت رامخې ته كړي










