سوډان٬ د سختو بارانونو له امله 52 كسان مړه٬ 25 ژوبل

خرطوم 15 اګست (اے پي پي)په سوډان كښې د سختو بارانونو له امله 52 كسان مړه او 25 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې د سوډان نېشنل كونسل فارسول ډيفنس په اړه ووئيل په هېواد كښې د طوفاني بارانونو له امله لږ تر لږه 52 كسه مړه او 25 ژوبل شوي۔ده ووئيل په ځپليو كښې د 19 كسانو تعلق د مينځني سوډان شمالي رياست كورډوفن څخه دے۔كونسل ووئيل په ټول هېواد كښې د اوسنو بارانونو په مهال 219 هيكټرز زمكه تر اوبو لاندې راغلې او 5345 كورونه تباه شوي دي