د افغانستان په پروان ولايت كښې د سېلاب له امله 31 كسان مړه او 17 ژوبل٬ 100 كسان بې دركه دي

كابل 15 اګست (اے پي پي) د افغانستان په پروان ولايت كښې د سېلاب له امله 31 كسان مړه او 17 ژوبل او 100 كسان بې دركه شوي دي ۔د افغانستان خبري ادارې د پبلك هېلت صوبائي محكمې ډپټي ډائرېكتر ډاكټر عبدالله افغانمل په اړه ووئيل د پروان ولايت غوربند اولسوالۍ څخه د سېلاب له امله 31 كسان مړه٬ 17 ژوبل او 100 بې دركه شوي۔د روغتيا څانګې مشر ډاكتر هدايت الله اعظم ووئيل بې دركه شوي ګڼ شمېر كسان د شنواري اولسوالۍ څخه دي ۔ده په مرګونو كښې د اضافې اندېښنه هم څرګنده كړې ده