په سوريه كښې د اسرائيل مېزائل په بريدونو كښې 3 پوځيان شهيدان شول

دمشق 15 اګست (اے پي پي) په سوريه كښې د اسرائيل مېزائل بريدونو كښې 3 پوځيان شهيدان شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې اسرائيل د اتوار په شپه د سوريې په پايه تخت او طرطوس ښار كښې په پوځي اډو ګڼ شمېر مېزائل توغولي چې په نتيجه كښې 3 پوځي شهيدان شوي۔د سوريې ځواكونو په يو بيان كښې ووئيل اسرائيلي جنګي الوتكو د لبنان پايه تخت بيروت څخه د مېزائل بريدونه كړي او د دمشق په خوا او شا سيمو كښې ئې پوځي ځايونه په نخښه كړې دي