د سعودي عرب په جازان ښار كښې دوه غېر ملكيان سېلاب لاهو كړل

جازان 15 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب په جازان ښار كښې دوه غېر ملكيان وګري سېلابي اوبو لاهو كړي دي۔د العربيه نيوز له مخې په جازان كښې ډوبېدونكو كسانو يمني رشته دارو مېډيا ته ووئيل دواړه كسان مړه شوي چې پكښې د يو عمر 18كاله او د دوهم 25 كاله ؤ ۔د شهري دفاع محكمې اهلكارو د ډوبو شوو يمني وګړو مړي راويستو نه پس وارثانو ته سپارلې دي