د پاكستان د آزادې په 75مه ورځ د انډونېزيا سفير لخوا مباركي

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) په پاكستان كښې د انډونېزيا سفير اېډم ملاورمن توګيو د پاكستان د آزادې په 75مه ورځ مباركي وركولو سره په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان او انډونېزيا خپلې د آزادې ورځې په يوه مياشت كښې لمانځي، د انډونېزيا د آزادې ورځ د اګست په 17مه نېټه راروانه ده. د اتوار په ورځ د پاكستان ډائمنډ جوبلې په موقع د انډونېزيا سفير ووئيل چې پاكستان او انډونېزيا مسلم اكثريتي هېوادونه دي. ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو په كلتور او د اوسېدونكو په طريقو كښې يووالي دے. د انډونېزيا سفير ووئيل چې د انډونېزيا اولس دعا كويے چې د پاكستان د خوشحالې ، امن او پرمختګ سفر تل روان وي