په نننۍ ورځ لوظ كوو چې د هېواد حفاظت او سلامتيا لپاره به د كوم ډول قربانې څخه ډډه نه كوو، د پاكستاني بېرغ دفاع به په خپله وېنه كوو. د وزيراعظم د قومي تاريخ او كلتور ډويژن سلاكار انجينئر امير مقام

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي تاريخ او كلتور ډويژن سلاكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په نننۍ ورځ لوظ كوو چې د هېواد حفاظت او سلامتيا لپاره به د كوم ډول قربانې څخه ډډه نه كوو، د پاكستاني بېرغ دفاع به په خپله وېنه كوو. ده دا خبرې په پېښور كښې د آزادې ورځې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې ټول قوم ته د جشن آزادې مباركي وايم. ده ووئيل چې په نننۍ ورځ لوظ كوو چې د هېواد حفاظت او سلامتيا لپاره به د كوم ډول قربانې څخه ډډه نه كوو، د پاكستاني بېرغ دفاع به په خپله وېنه كوو. ده ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح چې كوم مقصد لپاره پاكستان جوړ كړے و، مسلم ليګ ﴿ن﴾ به هغه مقصد ترلاسه كوي. ده ووئيل چې د عمران خان سياسي اولاد د ادارو د تباهې كار كوي، تقسيم ئې غواړي خو په دې كښې به كله هم كامياب نه شي. ده ووئيل چې نواز شريف پاكستان اټومي قوت جوړ كړے او د هېواد پرمختګ لپاره ئې ډېر كار كړے.