د پېښور هائي كورټ چيف جسټس لخوا قوم ته د آزادې ورځې مباركي، د بېرغ هسكولو په دستوره كښې ګډون

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د پېښور هائي كورټ چيف جسټس قېصر رشيد خان د پاكستان د آزادې په ورځ ټول قوم او وكيلانو ته مباركي وركړې. ده پاكستان قوي او پرمختللې هېواد جوړولو لپاره په سخت محنت زور راوړو چې دغسې پاكستان په هره څانګه كښې د نړۍ په قومونو كښې بريالې وي. د پېښور هائي كورټ چيف جسټس د آزادې ورځې لمانځلو په مناسبت د اګست په …

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د پېښور هائي كورټ چيف جسټس قېصر رشيد خان د پاكستان د آزادې په ورځ ټول قوم او وكيلانو ته مباركي وركړې. ده پاكستان قوي او پرمختللې هېواد جوړولو لپاره په سخت محنت زور راوړو چې دغسې پاكستان په هره څانګه كښې د نړۍ په قومونو كښې بريالې وي. د پېښور هائي كورټ چيف جسټس د آزادې ورځې لمانځلو په مناسبت د اګست په 14مه نېټه سهار د پېښور په هائي كورټ كښې د خاص دستورې په مهال قومي بېرغ هسك كړو. په دې موقع د پوليسو چټك ډلې چيف جسټس ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو. پوليس بېنډ قومي ترانه او ملي نغې وړاندې كړې. په دې موقع د هېواد سلامتيا ، پرمختګ او خوشحالې لپاره دعا هم وكړې شوه.

مزید خبریں