د پاكستان د آزادې په 75مه ورځ د لاهور په ګورنر هاٶس كښې د بېرغ هسكولو دستوره

لاهور 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزادې په 75مه ورځ د لاهور په ګورنر هاٶس كښې د بېرغ هسكولو دستوره وشوه چې پكښې د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمان بېرغ هسك كړو. په دې موقع د جشن آزادې كېك پرې كړے شو او د سكولونو زده كوونكو ملي نغمې وړاندې كړې. د پنجاب ګورنر ټول پاكستاني قوم ته د پاكستان د آزادې د ډائمنډ جوبلي مباركي وركولو سره ووئيل چې بايد هر يو پاكستان د هېواد پرمختګ او رغونې لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې هغه ورځ لرې نه ده چې د ترهګرې او معاشي بحران پشمول نور بحرانونه به ختم شي. ده ووئيل چې د پاكستان پرمختګ لپاره به هېڅ كسر نه پرېږدو