د خېبر پښتونخوا لنډ مهال ګورنر مشتاق احمد غني په اېبټ آباد كښې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو

اېبټ آباد 14 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډ مهال ګورنر مشتاق احمد غني او صوبائي وزير شوكت يوسفزي په اېبټ آباد كښې په دستوره كښې د خاص مېلمنو په توګه ګډون وكړو. دستوره په هاكي ګراٶنډ كښې وشوه. په دې موقع د اېبټ آباد ډپټي كمشنر طارق سلام مروت هم موجود و. په دستوره كښې د ريجنل سپورټس آفس تر سيوري لاندې د بېلا بېلو لوبو په مقابلو كښې په كاركردګۍ لوبغاړو ته انعامات وركړل شول. د شپې په 12 بجې د آتش بازې څرګندونه وشوه او د پاكستان د 75مې سالګرې كېك پرې كړے شو