د آزادۍ ورځ په موقع د اقبال په مزار د ګارډز بدلېدو دستوره

لاهور 14 اګست (اے پي پي) جشن آزادي او د پاکستان ډائمند جوبلي په موقع د اقبال په مزار د ګارډز بدلېدو دستوره د اتوار په ورځ وشوه٬ د پاك پوځ چټك ډلې د پنجاب رېنجرز په ځائ د ګارډز وظيفه سنبهال كړه٬ د ګارډز بدلېدو په دستوره كښې مېجر جنرال شهباز خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو سره د ګاډز د بدلېدو د عمل معائنه وكړه او د علامه اقبال په مزار ئې د ګلونو څادر خپورولو سره فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع مېجر جنرل شهباز خان د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔ د دې نه وړاندې د هېواد پرمختګ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره دعا هم وكړې شوه