د آزادۍ ورځ په موقع د آزاد جمو و کشمير صدر او وزيراعظم په ايوان صدر كښې بېرغ هسك كړو

مظفرآباد 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع د آزاد جمو و کشمير صدر بيرسټرسلطان محمود چوهدري او وزيراعظم سردار تنوير الياس په ايوان صدر كښې بېرغ هسك كړې۔ په دې موقع سائرن وغږولې شو او د آزاد جمو و کشمير پوليس لخوا سلامتي وړاندې كړې شوه۔ په دستوره كښې وزيرانو٬ د اسمبلۍ غړو٬ چيف سېکتر ، انسپکټر جنرل آف پوليس سره سره اعلٰې سول او پوځي چاروكو ګډون وكړو۔