د پاکستان د آزادۍ د 75مې سالګرې په موقع د پاكستان او كشمير اولس ته مباركي وركوم۔ د آزاد جمو و کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود چوهدري

مظفرآباد 14 اګست (اے پي پي) د آزاد جمو و کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي چې د پاکستان د آزادۍ د 75مې سالګرې په موقع د پاكستان او كشمير اولس ته مباركي وركولو سره ووېيل چې پاكستان د نړۍ يوازنې اسلامي اتومي هېواد دې او يو شمېر قوتونو په سترګو كښې غړېږي خو د لوي څښتن په فضل پاكستان په سم لور مخ په وراندې روان دې۔ د ډائمنډ جوبلې دستورو په موقع زده كوٶنكو ملي نغمې هم وړاندې كړې او د پاكستان موسئسانو ته پېروزئنې هم وړاندې كړې شوې۔