د پاكستان د آزادۍ ورځ مرکزي دستوره ګلګت چنار باغ كښې شوې

ګلګت 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزادۍ ورځ مرکزي دستوره ګلګت چنار باغ كښې شوې چې پكښې د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ خالد خورشيد خاص مېلمه ٶ٬ د دې نه علاوه په دستوره كښې لنډمهاله ګورنر امجد زيدي،د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړو،د ګلګت بلتستان چيف سېكتر محي الدين واني، انسپکټر جنرل آف پوليس سعيد وزير، سرکاري او د عسکري ادارو مشرانو سره سره د سول سوسائټۍ غړو او د بېلا بېلو سكولونو زده كوٶنكو په لويه شمېره ګدون وكړو۔ په دې موقع قامي بېرغ هسك كړې شوې او وزير اعليٰ او لنډمهاله ګورنر د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادر خپرولو سره ئې فاتحه خواني هم وكړه۔