بلوچستان كښې د آزادۍ ورځ دستورو پېل په کوئټه كښې د 21 توپو سلامۍ سره وشو

کوئټه 14 اګست (اے پي پي) بلوچستان كښې د آزادۍ 75مې سالګره روايتي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه٬ بلوچستان كښې د آزادۍ ورځ دستورو پېل په کوئټه كښې د 21 توپو سلامۍ سره وشو٬ د کوئټه ګريژن پشمول ټوله صوبه كښې د سهار لمونځ نه پس د هېواد پرمختګ٬ سلامتيا او د اسلامي نړۍ اتحاد او د كشميريانو د اږدې مودې د آزادۍ هلو ځلا كاميابۍ پاره خاص دعاګانې وشوه۔ په کوئټه كښې د صوبائي اسمبلۍ په لان كښې دستوره شوې چې پكښې وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو قامي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقع صوبائي وزيران٬ سلاحكار٬ پارلماني سېكتران او د اسمبلۍ غړو پشمول سول او پوځي چارواكو په دستوره كښې ګډون وكړو۔