د آزادۍ ورځ په موقع د قائد په مزار قائد د ګارډز د بدلېدو دستوره

کراچي 14 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ورځ په موقع د قائد په مزار قائد د ګارډز د بدلېدو دستوره شوې چې پكښې د پاكستان نېول اكېډمي كمانډنټ كموډور محمد خالد خاص مېلمه ٶ۔ د جاري اعلاميې له مخې د پاکستان نيول اکيډمي کيډټس او د پاك بحريه سيلرز ډلو پشمول کيډټس د اعزازي ګارډ ذمه وارۍ پغاړه واخستې٬ د پرېډ وظيفه ليفټننټ کمانډر سيد محمد داؤد ترسره كړه او په دې موقع ئې د خاص ګاډز معائنه وكړه او د ګاډز لخوا قائد اعظم ته قامي سلام وړاندې كړو او د دې نه پس خاص مېلمه د ګاډز د تعيناتۍ امر وكړو۔ په دې موقع خاص مېلمه کموډور محمد خالد د قائد په مزار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔