د سيالکوټ په چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري كښې د آزادۍ ورځ مناسبت د بېرغ هسك كولو دستوره

سيالکوټ 14 اګست (اے پي پي) د سيالکوټ په چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري كښې د آزادۍ ورځ مناسبت د بېرغ هسك كولو دستوره شوې۔ د پاكستان ډائمنډ جوبلي دستورو په لړ كښې په تابيا كړې شوې دستوره كښې د سيالکوټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر مياں عمران اکبر او نائب صدر قاسم ملك قامي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقع د چېمبر نور غړي او بزنس مېنز په لويه شمېره موجود وو۔ د بېرغ هسك كولو دستورې نه پس د پاكستان د 75مې د آزادۍ ورځ کېك پرې كړې شو او د هېواد استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ پاره دعا هم وكړې شوه