د ټول هېواد په شان به ﴿نن﴾ په ګلګت بلتستان كښې هم د پاكستان د آزادې ورځ په قومي جذبه لمانځلې شي

ګلګت 13 اګست (اے پي پي) د ټول هېواد په شان به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د اګست په 14مه نېټه په ګلګت بلتستان كښې هم د پاكستان د آزادې ورځ په قومي جذبه لمانځلې شي. د ورځې په پېل كښې به د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره خاص دعاګانې كولې شي. د آزادې ورځې تر ټولو مهمه او مركزي دستوره به په چنار باغ ګلګت كښې كېږي چې پكښې به د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكي خلق ګډون كوي.د دې ورځې په مناسبت به د ګلګت بلتستان په ټولو لس ضلعو كښې د بېرغ هسكولو دستورې كولې شي.