د خېبر مېډيكل پوهنتون پېښور تر سيوري لاندې د پاكستان د آزادې د 75مې ورځې په اړه دستوره

پېښور 13 اګست (اے پي پي) د خېبر مېډيكل پوهنتون پېښور تر سيوري لاندې د پاكستان د آزادې د 75مې ورځې په اړه تېره ورځ دستوره وشوه. د دستورې خاص مېلمه د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر لعل محمد خټك و. په دستوره كښې نورو چارواكو، د فېكلټې غړو، عملې او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو. په دستوره كښې د تقريري مقابلو پشمول د بېلا بېلو پروګرامونو اهتمام شوے و.