د پاكستان د ډائمنډ جوبلي په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د سندھ پوليسو خاص ډله تياره ده

كراچې 13 اګست (اے پي پي) د پاكستان د ډائمنډ جوبلي په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د سندھ پوليسو خاص ډله تياره ده كومه به چې د اګست په 14مه نېټه په اسلام آباد كښې په پرېډ كښې ګډون كوي. د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ آئي جي غلام نبي مېمن په هداياتو د ډي آئي جي سېكورټي اېنډ اېمرجنسي سروسز ډويژن ډاكټر مقصود په نګرانې كښې خاص ډله اسلام آباد ته رسېدلې ده.