د خوږ وطن د آزادې 75مه ورځ ډائمنډ جوبلي به ﴿سبا﴾ په ملي جوش و جذبه لمانځلې شي

فېصل آباد 13 اګست (اے پي پي) د خوږ وطن د آزادې 75مه ورځ ډائمنډ جوبلي به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ د اګست په 14مه نېټه په ملي جوش و جذبه لمانځلې شي. په دې موقع به سهار په 8 بجې 58 دقيقې سائرن غږولې شي او د يوې دقيقې خاموشي به اختيارولې شي. د دې نه پس به بېرغ هسكولې شي او قومه ترانه به غږولې شي. په فېصل آباد كښې به د جشن آزادې مركزي دستوره سهار په 8 بجې په كمشنر كمپلېكس فېصل آباد كښې كېږي.