د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده۔ د صدرډاکټر عارف علوي ميډيا پرسنزسره خبرې

لاهور12اګست (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د صدر په توګه زه وائيم چې د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ مونږ چا سره هم په جنګ كولو باور نه لرو۔ د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې نوميالو ميډيا پرسنز سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا …

لاهور12اګست (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د صدر په توګه زه وائيم چې د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ مونږ چا سره هم په جنګ كولو باور نه لرو۔ د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې نوميالو ميډيا پرسنز سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده۔۔ ده ووئيل د دې خبرو مقصد د موجوده سياسي او معاشي صورتحال پحقله مستند ان پټ ترلاسه كول د هېواد د سياسي درجه حرارت كمولو لپاره په ممكنه طريقو او ذريعو د خيالاتو څرګندونه كول دي۔ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده خو د صدر آئيني كردار ما له په باضابطه توګه ټولو شراكتدارو ته د رسېدو اجاز نه راكوي۔ ده ووئيل دا د اېګزېكټو٬ د ايوان دننه د اپوزيشن او د اړوندو ادارو ذمه واري ده چې ھغوي د پولرائزيشن خاتمې لپاره كار وكړي۔ د يو خبريال خيالاتو سره په اتفاق كولو كښېصدر ووئيل سياسي ګوندنو او شراكتدارو له په خاص توګه آزادانه او سپېځلې ټاكنې كولو لپاره او د معيشت چارټر جوړولو لپاره په ګډه يو متفقه لاره لټولو ته اړتيا ده دغسې چې موجوده سياسي پولرائزيشن او معاشي صورتحال كښې بهتري پېدا كولو له مرسته تر لاسه شي۔

مزید خبریں