ملګري ملتونه 12 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې كه افغانستان سره په سمدستي توګه مرسته ونه كړې شوه نو هېواد به نورو ستونزو سره مخ شي، په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (او سي اېچ اے) خپل يو بيان كښې وئيلي دي تېر كال په اګست كښې د طالبانو د كنټرول نه پس د ملګرو ملتونو ادارو لخوا د مرستې باوجود افغانستان لا …
افغانستان په سمدسي توګه نورې مرستې ته اړتيا لري ۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 12 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې كه افغانستان سره په سمدستي توګه مرسته ونه كړې شوه نو هېواد به نورو ستونزو سره مخ شي، په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (او سي اېچ اے) خپل يو بيان كښې وئيلي دي تېر كال په اګست كښې د طالبانو د كنټرول نه پس د ملګرو ملتونو ادارو لخوا د مرستې باوجود افغانستان لا مرستې ته اړتيا لري٬ چرته چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د مرستې په هلو ځلو كښې بوختې دي او د حاجت مندو او 2 كروړه 30 لكه بې وسه كسانو مرسته كوي۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هيومينيټيرين کوآرډينيټر ډاکټر رميز الاکبروف وئيلي دي په مرسته كښې د اضافې باوجود د دوي ضرورتونه ډېر زيات دي۔ ده د افغان وګړو ژوند بچ كولو٬ د دوي حاجتونه ترسره كول او د كمزورو كميونټيز مرستې لپاره په لا عزم كولو زور رواړو٬ په افغانستان كښې اولس د ډېرې مودې راهسې مالي ستونزو او غربت سره مخ دے د كومو ستونزې لرې كولو لپاره چې ډېرې مرستې ته اړتيا ده










