پېښور 12 اګست (اے پي پي) پېښور كښې د چين په كلتوري مركز چائنه ونډو كښې د پاكستان ډائمنډ جوبلي په لړ كښې رنګ رنګ دستورې شوې۔ په دې دستورو كښې تمغه امتياز ترلاسه كونكې نوموړي اديب، شاعر او دانشور ناصر علي سيد، د سكواش نړيوال چيمپېئن قمر زمان٬ د اېډورډز کالج پېښور د انګلېسۍ څانګې مشر پروفيسر ډاکټر ګلزار احمد جلال، صنعت کار امتياز علي او د ژوند بېلو …
پېښور كښې د چين په كلتوري مركز چائنه ونډو كښې د پاكستان ډائمنډ جوبلي په اړه مختلف دستورې

مزید خبریں
پېښور 12 اګست (اے پي پي) پېښور كښې د چين په كلتوري مركز چائنه ونډو كښې د پاكستان ډائمنډ جوبلي په لړ كښې رنګ رنګ دستورې شوې۔ په دې دستورو كښې تمغه امتياز ترلاسه كونكې نوموړي اديب، شاعر او دانشور ناصر علي سيد، د سكواش نړيوال چيمپېئن قمر زمان٬ د اېډورډز کالج پېښور د انګلېسۍ څانګې مشر پروفيسر ډاکټر ګلزار احمد جلال، صنعت کار امتياز علي او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون كړے۔ په دې موقع ټولو مېلمنو د پاكستان جوړېدو د 75مې سالګرې كېك پرې كړو٬ ملي نغمې واورولې شوې او په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وېډيو پېغام هم واورولے شو۔ په دې موقع د سكوائش نړيوال چيمپيئن قمر زمان ووئيل د وخت دا تقاضه ده چې زلمے كول د پاكستان مقاصد عملي كولو او د ماضي د غلطو نه زده كړه كولو سره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سم كړي










