نيويارك 10 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي چې په پاكستان كښې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د ګڼ شمېر كسانو مرستې لپاره خپلې هلې ځلې تندوو٬ د ادارې ریزیډنټ او هیومینیټیرین کوآرډینیټر جولین هارنس د دې هلو ځلو نګراني كوي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش وياند سټيفن دوجارك په نيويارك كښې د معمول بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د …
ملګري ملتونه د پاكستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو ته وده وركوي۔ وياند

مزید خبریں
نيويارك 10 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي چې په پاكستان كښې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د ګڼ شمېر كسانو مرستې لپاره خپلې هلې ځلې تندوو٬ د ادارې ریزیډنټ او هیومینیټیرین کوآرډینیټر جولین هارنس د دې هلو ځلو نګراني كوي۔ دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريش وياند سټيفن دوجارك په نيويارك كښې د معمول بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل چې د نړيوالې ادارې اړوند كوآرډينېټر تېره اونۍ د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې په دې مهال هغه اړوند چارواكو او ځپليو كسانو سره ملاقاتونه كړي۔ د پاكستاني قامي خبري اژانس “اے پي پي”د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې ملګري ملتونه د مرستې هلو ځلو نه علاوه٬ورلډ فوډ پروګرام”ډبليو اېف پي) د مور او بچي غذائيت پروژو سره ځپلې كميونټيز ته كېش رقم او د روغتيا نړيوالې ادارې”ډبلو اېچ او)داروګان٬مچهر دانۍ او كمبلې وركوي۔ د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي آر) د ځپليو كډوالو مرستې لپاره 500 خيمې٬ترپال٬كمبلې او نور سامان وركړې٬د دې نه علاوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې(يونيسف) نوې پېدا شويو ماشومان لپاره سامان هم وركړې










