واشنګټن 09 اګست (اے پي پي) بائيډن انتظاميې يوكرين لپاره د يو ارب ډالر نوې نورې پوځي مرستي اعلان كړې دې۔ د امريكې نشرياتي ادارې له مخې د يوكرين لپاره د وسلې نوې كھيپ اعلان كولو سره د ډيفنس پاليسۍ انډر سيكرټري كولن كاهل ووئيل د دې شخړې په هر پړاؤ د ميدان جنګ بدليدونكې صورتحال په تناظر كښې مونږ د يوكرين او د هغوې د ضرورت هر څيز وركولو …
امريكې يوكرين له د يو ارب ډالر نورې وسلې وركولو اعلان

مزید خبریں
واشنګټن 09 اګست (اے پي پي) بائيډن انتظاميې يوكرين لپاره د يو ارب ډالر نوې نورې پوځي مرستي اعلان كړې دې۔ د امريكې نشرياتي ادارې له مخې د يوكرين لپاره د وسلې نوې كھيپ اعلان كولو سره د ډيفنس پاليسۍ انډر سيكرټري كولن كاهل ووئيل د دې شخړې په هر پړاؤ د ميدان جنګ بدليدونكې صورتحال په تناظر كښې مونږ د يوكرين او د هغوې د ضرورت هر څيز وركولو له چمتو يو۔ده ووئيل په دې مرسته كښې هائي موبلټي آرټلري راكټ سسټمز، اضافي راكټونو سره سره د توپو ګڼ شمير ګولۍ ، مارټر سسټمز، جيولنز، او د وسلې نور آلات شامل دي۔دا خبره دې ياده وي چې د وسلې د دې نوې لوئ كھيپ امريكې لوظ په يو داسې وخت كښې رامخې ته شو كله چې تجزيه كارو خبردارې وركړې ؤ چې روس د يوكرين ځوابي كارروائي مخنيوي لپاره سوئيلي ساحلي ښارونو پلو خپل پوځ او نور سامان منتقل كوي۔










