اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د روغتيا وزارت وئيلي دي چې سيلاب ځپليو ويړيا درملنې لپاره د پمز روغتون 12 كسيزه ډاكټرانو ډله لسبيله ته رسيدلې ده، د لسبيله د روغتيا محكمې په مرسته نن ډسټركټ هيډ كوارټر روغتون اوتھل او رورل هيلتھ سينټر لاكھړا كښې يوه ورځنې فري ميډيكل كيمپ به لګولې شي۔د ګل په ورځ د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې …
سيلاب ځپليو ويړيا درملنې لپاره د پمز روغتون د ډاكټرانو ډله لسبيله ته ورسيده، د روغتيا وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د روغتيا وزارت وئيلي دي چې سيلاب ځپليو ويړيا درملنې لپاره د پمز روغتون 12 كسيزه ډاكټرانو ډله لسبيله ته رسيدلې ده، د لسبيله د روغتيا محكمې په مرسته نن ډسټركټ هيډ كوارټر روغتون اوتھل او رورل هيلتھ سينټر لاكھړا كښې يوه ورځنې فري ميډيكل كيمپ به لګولې شي۔د ګل په ورځ د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې كيمپ كښې د پمز ډاكټران چې پكښې جنرل فزيشن، جنرل سرجن، نيورو سرجن، آرتھو پيډك پشمول نور شامل دي،رونځورانو له ويړيا درملنه وركوي او هغوي له به ويړيا داروګان هم وركوي،ډاكټرانو ډلې اولس له طبي آسانيو وركولو سلسله پيل كړې ده۔ د روغتيا وزارت وياند ووئيل د روغتيا كه وفاقي وزارت د صوبائي حكومت سره سره په ګډه طبي يسانيو وركولو له لوظي دې۔د روغتيا وزير عبدالقادر پټيل ووئيل د روغتيا وزارت ماتحت ادارې د صوبائي روغتيا وزارت سره بشپړه رابطه كښې دي،عاشوره نه پس به د داروګانو دويم لوئ كھيپ بلوچستان ته لېږلې شي۔










