بلوچستان اسمبلۍ كښې د چوركلي په پېښه كښې د شهيدانو لپاره تعزيتي قرارداد وړاندې شو

کوئټه 06 اګست (اے پي پي) بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ډپټي اسپيکر بابرموسيٰ په مشرۍ كښې پيل شوه ،بلوچستان اسمبلۍ كښې د چورلكي په پېښه كښې شهيد شوي د كوئټې کور کمانډر ليفټيننټ سرفراز علي او نورو شهيدانو لپاره تعزيتي قرارداد وړاندې كړې شو،تعزيتي قرارداد د كورنيو چارو صلاحكار او پي ډي اېم ضيالانګو وړاندې كړة،په قرار داد بحث کولو سره د كورنيو چارو صلاحكار او پي ډي اېم ضيالانګو ووئيل كله چې هم په هېواد كښې آفت راغلې د پاك پوځ ځوانان په ټكي رسيدلې،د كوئټې شهيد کور کمانډر فرض ترسره كولو مثال جوړ كړې۔ په قرار داد د خيالاتو څرګندونې سره د اسمبلۍ غړي خليل جارج ووئيل انسان دوست او د هېواد وفادار کور کمانډر شهادت د وياړ وړ دې۔